خبرونهښوونه او روزنه

په کابل پوهنتون کې دوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

– کابل، د زمري ۹ مه، باختر

په کابل پوهنتون کې تدریسي او اېډېټوریم ودانۍ په رسمي ډول لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شوې او پرانیستل شوې. دغه ودانۍ د چین په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

په کابل پوهنتون کې د چین له لوري د تدریسي او اېډېټوریم ودانیو په پرانیستغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د چین سفیر، د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رئیسانو، د کابل پوهنتون رئیس، استادانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ودانیو په پرانېست غونډه کې وویل، چې چین پخوا هم په کابل پوهنتون او نورو ځایونو کې ودانۍ جوړې کړي او له افغانستان سره یې د تحصیلي برخې تر څنګ، په نورو برخو کې هم همکارۍ کړې ده.

حقاني چین د افغانستان دوست هېواد یاد کړ او د لوړو زده کړو په برخه کې یې له دغه هېواد څخه د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د چین سفیر «وانګ یو» د افغانستان او چین تر منځ ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې اوسمهال په سلګونو افغان زده کړیالان په چین کې په زده کړو بوخت دي. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه ټينګار وکړ او په تحصیلي برخه کې یې له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز په کابل پوهنتون کې نوي تدریسي ټولګي او اېډېټوریم د کابل پوهنتون د لویو ناستو او درسي ټولګیو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې ګټور وبلل او په کابل پوهنتون کې یې له چین د نورو رغنیزو پروژو هیله وکړه.

د یادونې وړ ده چې دغه ودانۍ د ناستو یو لوی تالار، چې د ۱۵۰۰ کسانو د ځایو ظرفیت لري، دوه د ناستو کوچني تالارونه او ۴۰ تدریسي ټولګي لري.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا