ټولنه

د جمهور رئیس د ډاډګيرنې پیغام

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٥مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو پخوانی استاد ډاکتر محراب الدین پکتیاوال وفات شو.
انالله و انا الیه راجعون
ډاکتر پکتیا وال د پوهنتون د استاد، د مالیې وزرات د معین، د افغانستان بانک د لوی رئیس او په بهرکې د افغانستان د سفیر په توګه ډیر کلونه د هیواد خدمت وکړ. الله تعالی دې یې وبخښي.
د ارواښاد کورنۍ او د هیواد اکادیمیکې ټولنې ته د ده د وفات په مناسبت تسلیت وایم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته