ټولنه

دګازو د ډبې د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
درې تنه نن د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ دګازو د ډبې د چاودنې له امله ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغزني د والي مرستيال محمد علي احمدي باختر آژانس ته وويل: ددغه ولايت د ناوې ولسوالۍ په يو بازارکې د ګازو د ډبې دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګدونو له مخې: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دګازو د ډبې چاودنه او له دې امله د سر زيان په دې وروستيو وختوکې زيات شوى دى او دغه موضوع د زيات دقت غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته