ټولنه

دبلخ ماشومان سوله غواړي

مزارشريف باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٧ :
دبلخ ولايت يوشمير ماشومانو پرون ددغه ولايت  دسولې دعالي شورا په دفترکې ديوې غونډې په ترڅ کې  له مخالفينو څخه وغوښتل چې  جګړه بس ده او دسولې        لاره غوره کړي.
دغو ماشومانو  جګړه بس ده  اودسولې اخترغواړو دشعارونو په ورکولو سره  دبلخ ولايت دسولې دعالي شورا له يوشمير مسوولينو څخه دماشومانو دصادقانه غږ په تائيدولوسره له  مخالفانو څخه وغوښتل چې نور  له  جګړې  او انسان وژنې څخه لاس واخلي  .
کوچنۍ زده کوونکې نبيلا په خپلې ماشومانه ژبې سره خبريالانو ته وويل چې نور  جګړه بس ده  جګړه زموږ پلرونه ، ميندې او موږ په خپله له منځه وړي.
شريفه چې  ديوه خصوصي ښوونځي ددريم ټولګي زده کوونکې ده  ، مخالفانو ته پيغام ورکوي چې  ستاسو زړه دې  په خپلوماشومانو وسوځي هغوي له ښوونځي ،علم او روغتيا څخه مه بې برخې کوئ   نور موږ مه وژنئ .
دبلخ ولايت دسولې دعالي شورا دسولې دکميټې رئيس باز محمدغريب يار هم له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل  چې دماشومانو غږ واورئ  اوخپله وسله په ځمکه کيږدئ اوله خلکو سره يوځاى شئ .
غريب  يار چې له رسنيوسره يې خبرې کولې ، له ياغيانو څخه وغوښتل چې له  جګړې  او ځانمرګو بريدونو څخه لاس واخلي  په زياترو ځانمرګو اوبمي بريدونو کې يا په خپله ماشومان له منځه ځي اويا خپل پلرونه او ميندې  له لاسه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته