امنیت

دهېواد په لويديځ کې دملي اردوله ليکو سره دسلګونو تنو داوطلبو ځوانانو پيوستون

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
٨٠٠  تنو داوطلبو  ځوانانو دظفر قول اردو په تعليمي مرکز کې دنظامي او ملکي زده کړې   وکړې .
دظفر قول اردو دساحوي تعليمي مرکز قوماندان دګروال نذير احمد وويل چې نويو سرتيرو دمجربو استادانو تر نظر لاندې له اتو اوونيو مسلکي او نظامي تعليماتو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دظفر قول اردو درستيزوال بريد جنرال راز محمد اورياخيل   څرګنده کړه چې دهېواد دملي اردو ځواکونه دهرې ورځې په تيريدو سره په بيلابيلو برخو کې ستر برياليتوبونه اومثبت اکتشافات  ترسره کوي .
دظفر  قول اردو ددرستيزوال  دڅرګندونو له مخې، په هېواد کې ددايمي امنيت سولې او ټيکاو  تامينول ددې هېواد دهروګړي دنده ده .
ديادونې وړ ده چې دظفر قول اردو دساحوي تعليمي مرکز له جوړيدو څخه تراوسه پورې داپنځه څلويښتم کنډک دى چې له اتو اوونيو پوځي زده کړو وروسته فارغ او دقول اردو په قطعاتو  او جزوتامونو کې جذبيږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته