ټولنه

د سالنګونو لويه لاره د ټولو موټرو پرمخ وتړل شوه

کابل / د کب٢٤/ باختر
د سالنګونو د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې مسوول وويل دغه لويه لاره له تېرې شپې څخه د ټولو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه لويه لاره د واورې دسخت او توپان د چلېدو له امله په لنډ مهاله توګه د ترافيکو پرمخ تړل شوې .
دغه اداره له موټرچلوونکو او سپرليو څخه غواړي تر څو پورې چې د دې لويې لارې وضعيت ښه نه شي تر راتلوونکي خبرتيا پورې دې پردې لاره تګ راتګ ونه کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته