کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د جوزجان له پېښو سره د مبارزې رياست د نړۍ د خوړو سازمان (ډبيلو.اف.پي) په همکارۍ پر ١٣١٧ کورنيو چې د وچکالۍ او قحطۍ د منفي اغېزو له امله زیانمنې شوې دي، له سروې وروسته ٩ میليونه ٢١ زره ۴۵٠ افغاني نغدې پيسې ووېشلې.
د يادونې وړ ده چې دغه مرسته د نړۍ د خوړو سازمان دفتر په مالي همکارۍ د شلتر فورلايف له لارې وشوه او پر هرې کورنۍ ۶ زره ۸۵۰ افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې شوې.
ختم-ج-ا
1 د یوې دقیقې څخه لږ