سیاست

د سولې د عالي شورا وياند: د طالبانو په هر راز مخکيني شرط سره خبرو ته حاضر يو

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
    د سولي د عالي شورا وياند سيداحسان الله طاهري  وايي ؛ دغه شورا  د طالبانو په هر راز مخکيني شرط سره خبرو ته حاضره  ده.
د سولي د عالي شورا وياند  د باخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل ؛  چې له  شرط پرته   پيشنهادي طرحه  دکابل د پروسي په  غونډه کې طالبانو ته وړاندې شوه خو تر اوسه پورې د طالبانو له لوري رسمي ځواب نه دى بيان شوى  .
د ده د څرګندونوله مخې ؛ د حکومت پيشنهادي طرحه د طالبانو په رهبري شورا
کې تر خبرو لاندې ده  او دغه شورا د طالبانو په هراز  مخکيني شر ط سره  چې وکولاى شي په هېواد کې سوله تامين کړي خبرو ته  چمتو ده.
احسان الله طاهري زياته کړه؛  هغه طالبان  چې  له افغانستان څخه  د بهرنيو  ځواکونو وتل غواړي  د خبرو ميز ته دې حاضر  شي  له هغه وروسته   به  دغه شورا   له مشرانوسره  په تفاهم او خبرو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت مشخص کړي.
د ده د څرګندونو له مخې ؛ په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون د افغانستان په ثبات پورې  اړه لري  او په هغه صورت کې چې په هېواد کې سوله تامين شي   دغه  ځواکونه به  شتون ونلري.
دا په داسې حال کې ده  چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت  مرستيال  جان ساليوان د ملګروملتو په سازمان کې ويلي و  چې بايد په يوې  ګډې  او غوڅې  ژمنې سره طالبانو ته وښيو  چې د جګړې په ډګرونو کې څه نه شي ترلاسه کولاى .
ده ټينګار  کړى و د دې لپاره چې طالبان د افغانستان له دولت سره دخبرو ليوالتيا  پيدا کړي بايد ددغې ډلې دتجريدولو لپاره هڅه وکړو.
د طالبانو وياند  د ملګرو ملتو په سازمان کې د امريکا د سفير  د مرستيال  د څرګندونو په غبرګون کې ويلي و  چې په افغانستان کې له زور څخه  په کار اخيستلو  د امريکا ټينګار ښيي چې دغه هېواد د جګړې دسختوالي په لټه  کى دى  او موږ هغوى  له دغه هېواد څخه وتلو ته اړباسو.
خود سولې د عالي شورا غړي امين الدين مظفري  د باختراژآنس له خبريال سره په خبرو کې وويل  ؛ چې طالبان په افغانستان  کې د بهرنيو ځواکونو شتون دسولې په لاره کې  پلمه بولي.
د ده په باور  هغه څه چې مهم دي  د بهرنيو ځواکونو د شتون منطق دى، چې په هېواد کې د سولې  ټينګښت دى او په هغه صورت کې چې سوله تامين شي د بهرنيو ځواکونو شتون خپل منطق له لاسه ورکوي. پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته