سیاست

جمهو رئیس غني د تاجکستان له لومړي وزیر سره وکتل

کابلباختر د غويي د مياشتې٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د تاجکستان له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس د تاجکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د افغان تاجرانو او د بدخشان د یو شمېر هغو اوسېدونکو د ویزو د ستونزو د حل یادونه وکړه، چې تاجکستان ته تګ راتګ لري.
جمهور رئیس له ښاغلي قاهر رسول زاده څخه وغوښتل، چې  په کندز او بدخشان ولایتونو کې د تاجکستان کونسلګرۍپرانیزي. هغه زیاته کړه، امنیتي مسوولین به د یادو کونسلګریو امنیت ټینګ کړي. 
د هېواد جمهور رئیس د تاجکستان لومړي وزیر ته په تاجکستان کې د هغو مېشتو افغانانو ستونزې هم یادې کړې چې د یاد هېواد د پولیسو له لوري ځورول کېږي.
محمد اشرف غني همدارنګه د تاجکستان له لومړي وزیر څخه افغانستان ته د هغو افغان زندانیانو د چټک انتقال غوښتنه وکړه، چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی.
د تاجکستان لومړي وزیر یاد هېواد ته د جمهور رئیس رسمي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د تداوم لپاره ګټور وباله او جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې له افغانستان سره د دوامداره همکاریو تر څنګ په تاجکستان کې د افغانانو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې هکله یې د وضعیت د ارزولو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته