امنیت

اسد الله خالد : خپلې دندې دعسکري نظم په انګيزې سره ترسره کړئ .

کابل باختردسلواغې شلمه :
دملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد نن دهوايي قول اردو قوماندانۍ وکتله .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي دفاع وزارت سرپرست چې دهېواد دپيلوټانو په غونډه کې خبرې کولې دهوايي پوځ دپيلوټانو  دميړانې او اتلوالى له امله  چې دځمکنيو قطعاتو څخه دملاتړ او ددښمن په سنګرونو دبريد په خاطر شپه او ورځ زيار باسي خوښي څرګنده  کړه
خالد وويل په اوسنيو شرايطو کې چې هوايي صنف ته زياته اړتيا احساسېږي  هيله لرم چې له پخوا څخه زيات خپلې  دندې دهېواد پالنې په انګيزې  او په عسکري  نظم سره ترسره کړئ .   ختم-عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته