اقتصاد

په جوزجان کې دخټکيو محصو لاتو زياتوالى .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
په جوزجان ولايت کې په روان کال کې دخټکيو حاصلات دتيرکال په پرتله ٥٠٠ ټنه زيات شوي دي.
دجوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس عبدالرشيد دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې په روان کال کې ددغه ولايت په مربوطاتو کې د ٣٣٨٠ هکټاره ځمکې په ساحه کې خټکي کرل شوي دي چې له هغو څخه ٥٧١٢٢ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي چې دغه اندازه دتيرکال په پرتله زياتوالى ښيي .
دجوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس زياته کړه چې په تيرکال کې په دغه ولايت کې د ٣٣٦١ هکټاره ځمکې په ساحه کې خټکي کرل شوي وو چې له هغو څخه ٥٦٥٩٥ ټنه حاصلات ترلاسه شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته