کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د حبيبيې عالي ليسې د راى ورکولو د مرکز امنيتي مسوولينو د (يک، آريانا او شمشاد) ټلويزيونو له خبريالانو پرته نورو رسنيو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړى.
د حبيبيې ليسي د راى ورکولو مرکز امنيتي مسوولينو د باختر آژانس خبريالانو او د نورو رسنيو خبريالانو ته ويلي دي چې بايد دغه مرکز ته له راتګ څخه مخکې همغږۍ ترسره شوې واى.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون رسنيو ته د راى ورکولو بهير د خبري پوښښ په موخه کارتونه ورکړي دي.
دغه راز د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې د کمېسيون له خوا رسنيو ته د خبري پوښښ لپاره کوم ممانعت نشته.
هغه وويل چې په دې برخه کې به له امنيتي مسوولينو سره هم خبرې وکړي.
ختم- ج – اکرم
1 1 دقیقه لوستل