امنیت

امنيتي ځواکونو طالبانو ته د سر دروند زيان واړاوه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
له دريو لورو څخه دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو د ډله ييزو بريدونو په وخت کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول .
دغه ټکى دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر عبدالرزاق قادري له رسنيو سره دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دجګړې له لومړى ليکى څخه څرګند کړ .
د ده دڅرګندونو له مخې وسله وال طالبان چې شمير يې څه ناڅه درې سوه تنه وو او په اوولسو ګروپونو کې تنظيم شوي وو تيره شپه يې دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوې ستراتيژيکي ساحې ډله ييز بريد وکړ .
ده زياته کړه ددغه ډله ييز بريد له امله او د دولتي ځواکونو متقابلو بريدونو کې چې دچمتال ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو په پوستو وکړل پنځه ديرشو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ده دڅرګندونو له مخې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندان هم شامل دي .
ده وويل طالبان اوس غرونو ته تښتيدلي او حالت عادي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته