پل علم باختر دوږي دمياشتې ٢٥ نيټه :
د " بهايي " په نامه د مجلې لومړۍ ګڼه پرون په لوګر ولايت کې چاپ شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د لوګر ولايت د دولتي ادارو د رييسانو، د پوهنتون د يوشميراستادانو، ځوانانو او فرهنګيانو په ګډون د دغه ولايت په مرکز کې جوړه شوې وه، د سيد بهايي جان آغا لمسى سيد مسرور د " بهايي " مجلې له مسوولينو څخه وغوښتل چې دهېواد د بډاينى فرهنګ د ساتنې په لاره کې هلې ځلې وکړي.
ده زياته کړه چې حضرت سيد بهايي جان اغا په لوګرکې شپږسوه کلن تاريخ لري چې اوس د ده اولاده په دغه ولايت سربيره په تاجکستان او هندکې ژوند کوي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدشفيق پوپل هم د " بهايي " مجلې د کار پيل د رسانه يي کار په پياوړتيا او د مطالعې فرهنګ لپاره ښه لارښود وباله.
دغه مجله فرهنګي، روزنيز، علمي او اطلاعاتي مطالب لري چې په ملي ژبو چاپيږي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل