کابل -باختردلړم دمياشتې ٣ :
دپولې له اخوا څخه تېره شپه په کونړولايت کې دشل توغولو شويو توغندي دلګېدو له امله يوملګي وګړى ټپي شو.
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دغه توغندي دپاکستاني پوځيانو له خوا دپولې له اخوا څخه دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى .
دغه راز دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ دامنيې قوماندانى دپوليسو له منسوبينوسره په نښته کې پرون دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ