خبرونهامنیت

شپږپنځوس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢٣مه / باختر
په بلخ کې پرون له غرمې وروسته په دوو هوايي بريدونو کې ۵۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د څو مهمو غړو په ګډون ۵۶ طالبان د آقتپه او د چهاربولک ولسوالۍ په کورتپه سيمو کې په دوو هوايي بريدونو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو دوه قرارګاوې، د مهماتو يوه زېرمه، يوه داشکه، يو توغندى او څو موټر او موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته