نړۍ

دامريکا جمهورر ييس دمهاجرو ماشومانو دبحران د حل کولو لپاره د درې اعشاريه اووه ملياردو ډالرو بودجې غوښتنه وکړه

واشنگټن بي بي سي   باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
دامريکا  جمهوررييس  بارک اوباما ددغه هيواد له کانګرس څخه غوښتي دي  چې  له مکسيکو سره ددغه هېواد په جنوبي پوله کې  دمهاجرت دبحران د حل کولو لپاره دې درې اعشاريه اووه مليارده ډالره  اضافي بودجه بيله کړي .
باخترآژانس دبهرنيو  خبرځايونو له خولې  خبر راکړ :
دغه بودجه  امريکا ته  دبي سرپرستو ماشومانو دمهاجرت  له بحران سره دمقابلې لپاره  له کانګرس څخه غوښتل شوې ده .
څه دپاسه  پنځوس زره تنه  ماشومان چې زياتره يې   دمرکزي امريکا اصلي اوسيدونکي دي  دتيرکال دلړم له مياشتې   څخه  دروان کال دغبرګولي ترمياشتې پورې  امريکا ته   په غير قانوني ډول  درسيدو په وخت کې  دمشرانو له سرپرستۍ پرته درول شوي دي .
اوباما  دغيرقانوني مهاجرينو دحالت داصلاح ديو قانون دتصويب لپاره  په کانګرس کې له اوږد ډب وروسته  ددغې بودجې غوښتنه کوي .
امريکايي رسنۍ  خبر ورکوي چې سپينه ماڼۍ  هلې ځلې کوي چې دغير قانوني مهاجرينو دايستلو دبهير دګړندي کولو لپاره يو جلا قانون تصويب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته