کابل باختر دوري دوه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې په نويو نښتوکې ووژل شول .
په دغوطالبانو نن سهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې بريد وشو.
د افغانستان په جنوب کې يوه پوځي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په قندهارکې د طالبانو د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
په قندهارکې يو پوځي خبرځاى وايي چې دغه جنګي وسايل په پنجوايي او ارغنداب ولسواليوکې د طالبانو په پټنحي کې ساتل کيدل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل