(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په کابل ښار کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

۲۲– کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې د یوه فرعي سړک جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې  د ۱۶مې ناحیې  د۲۶ م ګذر اړوند د الوخیلو سیمې د فرعي سړک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر(UNOPS) په مرسته پیل شوې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶  متره سور لري چې د راتلونکې یوې میاشتې په اوږدو کې به په معیاري ډول جوړ شي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه ويلي، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به له یوه لوري يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره او له بلې خوا به د سيمې د اوسېدونکو  پر وړاندې پرتې موسمي  ستونزې لرې شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا