اقتصاد

په لوګر کې د چرګانو د وېشلو بهير پيل شو

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر
په لوګرکې پرون پر ٣٠٠ کورنيو د څه د پاسه ٣٣ ميليونو افغانيو په ارزښت چرګانې ووېشل شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې دغه اداره د بڼوالۍ او مالدارې د ملي پروګرام په همکارۍ د دغه ولايت په مرکز او خوښۍ، بره کي برک او محمدآغې ولسواليوکې د٣٠٠ کورنيو د هګۍ اچوونکو او غوښې  لرونکو چرګانو لپاره فارمونه جوړوي او همدارنګه يې پر دغو کورنيو١٠٠ هګۍ اچوونکې او٥٠٠ غوښې لرونکې چرګانې هم وېشي.
د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي د دغو مرستو د وېش په وخت وويل چې دغه مرستې د کورنيو د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته