_ بغلان باختر دزمري دمياشتې ١٠ :
درې تنه وسله وال طالبان پرون د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
جمشيدي زياته کړه چې د دغو عملياتو په نتيجه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د اخته چي، تاجکانو، کوک چنار او شيخا کلي د دښمنانو له شتون څخه پاک شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ