امنیت

په کابل ښار کې څه دپاسه يو کيلوګرام چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړاى شول

دکابل د ١٠١ اسمايې زون دقوماندانۍ پوليسو پرون په کابل ښار کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيوله .

دکابل د ١٠١ اسمايې زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ څه دپاسه يو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې دکابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې اړوند دسليم کاروان دښارګوټې په ساحه کې ايښودل شوى و د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاى شول .

په يوبل اقدام کې پوليسو پرون داوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دچاوديدونکو توکو دوه معمولي او دچاودنې اووه وسيلې ترلاسه کړي .

دموضوع په اړوند دپوليسو څيړنې دوام لري خو تراوسه پورې څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته