ټولنه

د څه باندې دوه څلویښتو میلیونوافغانیو په ارزښت د لغمان پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابلباختر د زمري د مياشتې ٣١
د دوو څلویښتو میلیونو څلور سوه زره افغانیو په ارزښت د لغمان پوهنتون دانجنیرۍ پوهنځي د تدریسي ودانۍ د جوړېدو چارې د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتي شورا د رئیس محمد رفیع مموزي، د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د رئیسانو، مهترلام ښاروال، د یو شمېر ادارو د مسولینو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په لاسونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره په رسمي ډول پیل شوې.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دى
د لغمان پوهنتون درييس عبدالصبور غفور زي پر وينا دغه درې پوړیزه ودانۍ چې په ( ۱۰۵۰ ) متره مربع ځمکې په ساحه کې په پاخه ا و اساسي ډول د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړېږي، چې یو ځمکتلی او دوه پوړه د ځمکې پر سر لري، چې چارې به یې په پینځلسو میاشتو کې بشپړې شي.
دغه ودانۍ ۱۹ درسي او لس اداري خونې او دغه راز دوه لوی تالارونه لري او سربېره پر دې د اوبو، برېښنا، تهویې، انټرنېټ، کانالېزاسیون سمبال سیستمونه او د نورو ټولو ضروري ملحقاتو درلودونکې ده.
همدارنګه په پورته ټولو ذکر شویو سیستمونو او ملحقاتو سربېره ۹۵۰ صنفي او اداري چوکۍ، ۵۰ میزونه، د ټولو خونو لپاره ایرکنډیشنونه او دغه راز د دفترونو لپاره فرنیچرې او المارۍ هم د دغې ودانۍ په قرار داد کې شامل دي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي هم د دغې ودانۍ د چارو د پیل کېدو له امله د لغمان پوهنتون مشرتابه او دغه راز د علم او پوهې د ډګر مینه والو ته د مبارکۍ پر ویلو سربېره وویل چې د پوهنتون وده او پرمختګ لا زیاتو هلو ځلو ته اړتیا لري، چې په دې برخه کې یې یو ځل بیا خپل هوډ او عزم د لرلو یادونه وکړه.
ښاغلي نعیمي د پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې د دغه پوهنتون ستونزې او اړتیاوې په دقت سره تشخیص او له مخې یې خپل لومړیتوبونه وټاکي، چې په راتلونکي کې ورته په جدیت سره کار وشي.
ده زیاته کړه چې د پوهنتون حالت نور هم باید د ښه والې په لور شي، زده کړیالان سالم رقابت ته وهڅول شي او د ذهنیتونو د جوړونې لپاره باید ټول استادان په پوره ریښتینولۍ او امانتدارۍ سره کار وکړي، تر څو هغه ناپوه او تیاره ذهنه کسان هم د تیارو او جهالت له کړیو را بهر شي .ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته