
کابل، د مرغومې ۲۷ مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین وايي، چې په دغه ښار کې یې ۱۴ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل ښار کې ٨٨ درملتونونه څېړلې، چې له منځه یې ۱۴ درملتونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې؛ د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې ۹ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت، ۴ نور درملتونه د فارمسست د نه لرلو او یوبل یې د غیرقانوني درملو د لېږدلو له امله تړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې مخکې له دې هم ۷ درملتونونه د نوکریوال د نه لرلوله امله د یادې ادارې له خوا تړل شوي وو.
جهانیار