سیاست

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر اعلامیه

٦٤-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر اعلامیه
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې ددین او وطن دښمنانویوځل بیا زموږ بیګناه هیواد وال ترخپل هدف لاندې راوستل یوشمیر يې شهیدان اوټپیان کړل.
ترهګرو نن له غرمې وړاندې لومړی په لوګر ولایت کې د محکمو پرودانۍ مرګوني برید کې بیګناه هیوادوال شهیدان اوټپيال کړل، ددې ترڅنګ يې په کابل کې د ولسي جرګې د غړي انجینیر شیرولي پرموټربرید کړی چې دواړه پېښې يې په سختو ټکو غندم.
د ترهګرو دغه بریدونه یوځل بیا وښودله چې دوی په ملکي اوبیګناه خلکو باندې هیڅ رحم نه کوي اوخپل وحشت اودهشت خپروي.
په دغو دواړو پيښو کې د شهیدانو کورنيو ته تسلیت وایم، ټپیانو ته دڅښتن تعالی له درباره دعاجلي شفا غوښتنه کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته