فرهنګ

په کابل کې دامريکا سفارت له باختر اژانس سره دهمګاري ژمنه وکړه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دباختر اطلاعاتي اژانس چارواکو دباختر داطلاعاتي  اژانس اوپه کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتودسفارت دفرهنګي برخې ترمنځ دفرهنګي همکاريو دجلب په مقصد نن له ګاون  سندوال سره  وکتل.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  دباختر اطلاعاتي اژانس لوى رييس خليل مينوي او ددغې اداري مرستيالې ماري نبردائين په دې کتنه کې دهيواد په  کچه ديوازني دولتي خبري اژانس په توګه دباختر اطلاعاتي اژانس  دفعاليتونو په اړوند په کابل کې دامريکا دسفارت ويندوى ګاون سندوال ته مفصل معلومات ورکړل اودهيواد په مرکز اوولايتونو کې يې ددغه خبري مرکز ستونزي په  ګوته کړي .

خليل مينوي وويل چې  په ښه توګه دکورنيو اوبهرنيو پيښو دمنعکس  کولو په مقصد بايد دباختر اطلاعاتي اژانس له هره پلوه بشپړ اوسمبال شي .

مينوي زياته کړه دباختر اطلاعاتي اژانس  مدرنيزه کول دملي اونړيوالو دوستانو اوپه تيره بيا  دامريکا دمتحده ايالاتو مرستو او همکاري ته اړتيالري.

ګاون سندوال له  وړاندې شويو معلوماتو له امله خوښي  څرگنده کړه او ددولت دکړو وړو دمنعکس کولو اودخلکو د ذهنونو دروښانه کولو په لاره کې  دباخترداطلاعاتي اژانس  دکارپه ارزښت باندې ټينګاروکړ اوپه دې برخه کې  يې له دوى سره دخپل هيواد دهمکاري  ژمنه وکړه او ددغه اژانس له چارواکو  څخه يې وغوښتل  چې په بيلابيلو برخو کې ددغه خبري مرکز اړتياوي دمشخص پيشنهاد په برابرولو سره دغه سفارت ته وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته