امنیت

دوه سوه تنه سيمه ييز پوليسان په نا امنو سيمو کې ځاى پرځاى کيږي.

ننګرهار  – باختر د زمري دمياشتې ٤
دوه سوه تنه سيمه ييز پوليسان دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له تعليمي مرکز څخه فارغ او دفراغت سندونه يې ترلاسه کړل.
دوى له مسلکي زده کړو او په پوځي برخو کې دحرفوي مهارتونو له ترلاسه کولو وروسته له دغه تعليمي مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دغه پوليسان به د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو په نا امنو واټونوکې ځاى پرځاى شي.
ده له هغوى څخه وغوښتل، له هغو تجربو څخه چې د زده کړې په بهيرکې يې ترلاسه کړې دي؛ د کار په ورځنيو په فعاليتونوکې استفاده وکړي او د امنيت په تامينولوکې فعال ونډه ولري.
د يادونې وړه ده چې تر اوسه پورې له دغه مرکزڅخه٧٠ زره تنه پوليسان ټولنې ته وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته