-کابل باختر د کب پنځمه :
په هرات ولايت کې دنجونو اووه ښوونځي دنړيوال ښوونځي دافتخاري لوحې په ترلاسه کولو بريالي شول .
دافتخار دغه لوحه هرکال د بريتش قونسل ددفتر له خوا دنړۍ دبيلابيلو هېوادونوښوونځيو ته دهغو دکارونو په درناوي ورکول کيږي .
دهرات ولايت دپوهنې رييس عبدالرزاق احمدي ددغه برياليتوب دمبارکي په ترڅ کې ددغې جايزې ترلاسه کول هراتيانو ته ستر وياړ وباله .
ګوهر شاد بيګم ، دامير علي شير نوايي ، ميرويس شهيد ، ملکه جلالي ، عاطفي ، سپين اډى او داتون هروي دنجونو ښوونځي دي چې بريالي شوي دي دڅوارلسو جايزو له جملې څخه اووه جايزې ترلاسه کړي .
تيرکال دتجربوي ،مهري هروي او دمحجوبه هروي دنجونو ښوونځي ددغې جايزې په ګټلو بريالي شوې و .
ديادونې وړ ده چې افغانستان له ٢٠١١ کال څخه په دغه پروګرام کې شامل شوى دى او تراوسه پورې هرکال بريالي شوي دي چې دغه جايزه ترلاسه کړي .
ديادونې وړ ده چې په هرات کې يو دپاسه زر ښوونځي شته چې څه ناڅه يو مليون تنه زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت دي .
0 1 دقیقه لوستل