روغتیا

په کرونا ویروس ۱۹۷ اخته کسان روغ شول

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس ۱۹۷ اخته کسان په هېواد کې روغ شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت نن اعلام وکړ چې د ۷۶۹ مشکوکو پېښو له جملې څخه د کرونا ویروس ۲۷۹ نوې پېښې تشخیص شوې دي چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۱ زرو ۵۱۷ ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس ۱۹۷ تنه روغ شوي دي چې په دې سره د روغ شویو کسانو شمېر ۱۴ زور ۳۶ ته ورسېد.
په همدې ترتیب په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس ۱۲ اخته کسان مړه شوي دي چې له دې جملې څخه ۳ تنه په کابل، ۳ تنه په قندهار، ۲ تنه په پکتیا او په هرات، بلخ، تخار او غور کې ١/١ تن مړى شوى دى چې په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر ۷۴٥ ته ورسېد.
د کرونا ویروس د ۱۷۹ نویو پېښو له جملې څخه په غور کې ۶۸، په کابل کې ۴۱، په هرات کې ۳۸، په بامیانو کې ۳۵، په پکتیا کې ۱۸، په بادغیس کې ۱۳، په کندز او بلخ کې ۱۱/۱۱، په تخار او کاپیسا کې ۷/۷، په لوګر کې ۶، په قندهار کې ۴، په روزګان، پنجشېر او بدخشان کې ۳/۳، په ننګرهار، هلمند، میدان وردګو، دایکنډي او زابل کې ٢/٢ پېښې او په پروان کې یوه پېښه ثبت شوې ده.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته