خبرونهاقتصادټولنهTOP

د شاه او عروس بند د اوبو ډکولو کارپيل شو

کابل / د چنګاښ ۲ / باختر

د کابل په شکردره کې د شاه اوعروس بند د اوبو ډکولو کار پرون پیل شواو دغه بند ډيرژر پرانیستل کېږي.

د اوبو دچارو د تنیظیم ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه بند ودانۍ کار د څه نا څه یوې لسیزې وروسته پای ته ورسېد او اوبه ډکول يې پيل شو او په نږدې راتلوونکي کې پرانیستل کېږي.

د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند کار د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې له سترو پروژو څخه بلل شوی دی چې له یوه لسیزې مخکې پیل شواو دغه بند په کال کې د ۳۳ میلیون متر مکعب اوبو د تنظیم توان لري او ۹ میلیون متر مکعب اوبه زیرمه کوي او د یو اعشیاریه ۲ میګا واټه برېښنا د تولید ترڅنګ څه د پاسه ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه وي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته