امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

لښکرګاه باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
يوولس تنه ډار اچوونکي په هلمندولايت کې په نويوځمکنيو او هوايي بريدونوکې ووژل شول
د پوځيانو په دغو ناڅاپي بريدونوکې يو ډار اچوونکى ټپي شو او دوه تنه نور له وسلو سره ونيول شول.
د را رسيدلو خبرونو له  مخې: دغه هوايي او ځمکني بريدونه نن غرمه د ګرشک  او ګرمسير د ولسواليو په مربوطاتوکې د طالبانو په مرکزونو ترسره شول.
د افغانستان په جنوب کې د ميوندقول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته