خبرونهټولنه

په لوګر کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د څراغونو د لګولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲ مه، باختر

د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د پل قندهاري او ذاهد آباد بازارونو د روښانولو په موخه د شپنیو څراغونو د بیارغولو او لګولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د محمدآغې ولسوال مولوي میرهاشم حزب الله وویل چې دغه پروژه د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ له عوایدو څخه ورکول کېږي، چې چارې به یې په یوه اوونۍ کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه؛ دغه څراغونه د کابل- لوګر عمومي لویه لاره باندې پرته د پل قندهاري او ذاهدآباد بازار د دواړو سړکونو ترمنځ (ګُلدان) کې لګول کېږي.

د یادونې وړ ده، دا په یاد ولایت کې ۷ مه رغنیزه پروژه ده، چې په ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه تراوسه د محمد آغې ښاروالۍ له عوایدو څخه پلي کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته