خبرونهامنیت

په کابل کې درې تنه د موټرو د غلا په تور ونیول شول

 کابل، د لړم۱۵مه، باختر

امنیتي ځواکونو په پلازمېنه کابل کې درې تنه د موټرو د غلا په تور نیولي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې دغه کسان د ښار د ۱۳ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د ۱۳مې امنیتي حوزې امر مولوي شمس الله حماد وايي، چې یو نیول شوی موټر يې بېرته خپل خاوند ته سپارلی او دویم نیول شوی موټر به هم د څېړنو تر بشپړېدو وروسته خپل اصلي خاوند ته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا له نیول شویو کسانو سره دوه عرادې موټر هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو یاد موټر دوه میاشتې وړاندې د پنځمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه غلا کړي وو.

حماد له کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ډاډمن امنیت او جنايي پېښو په لمنځه وړولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري لا زیاته کړي او د شکمنو کړنو د ليدو په صورت کې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا