ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول او نهه تنه ټپيان شول .

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
په دايکنډي  ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
ددايکنډي  ولايت دمهر آمور ولسوال  سيد محمد هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل :پرون مازيګر  يو فلانکوچ موټر  چې ددغې ولسوالۍ په ندک   کلي کې روان و ، دچلوونکي  دبې پروايي له امله له واټ څخه ووت او چپه شو.
  هاشمي زياته کړه: په دې پيښه کې يوه ښځه او يوماشوم ووژل شول  او ددغه موټر نهه تنه نور ې سپرلۍ  ټپيانې شوې .
ويل کيږي دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
هاشمي زياته کړه : په دايکنډي ولايت کې دترافيکي پيښو له امله  ځکه واټونه يې کم سور او غرني دي دسرکلنۍ زيان ډير  دروند دى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته