امنیت

دلوګر ولايت دبره کي برک دپرمختيايي شورا دمرستيال ترور .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ دپرمختيايي شورا مرستيال پرون دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
د بره کي برک ولسوال انجينير رحيم امين دباختر آژانس خبريال ته وويل : دبره کي برک ولسوالۍ دپرمختيايي شورا مرستيال او د برکي راجان دحوزې يو قومي مشر حاجي زلمى چې يوه ورځ مخکې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى و مړى يې نن سهار د ده کورته څيرمه په يوه باغچه کې د بره کي راجان دسيمې دخلکو لاس ته ورغى.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دبره کي راجان دحوزې اوسيدونکي حاجي زلمي له زياتې مودې راپه دې خوا دخلکو دقضيو په حل او فصل کولو کې مهم رول درلود.
داپه داسې حال کې ده چې د روان کال دثور دمياشتې په اوومه نيټه دکوماندو خاصو قطعاتو دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوځي عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې يو شمير طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګومان کيږي چې دغه قومي مشر د طالبانو له خوا وژل شوى وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته