امنیت

په پروان کې د ناپيژاندو يرغلګرو له خوا په ډزو سره د دوو ښځو وژل کيدل

 چاريکار/ باختر دزمري نولسمه :
ناپيژاندو وسله والوکسانو د  پروان ولايت په مربوطاتوکې دوه ښځې په ډزو سره ووژلې .
  په دغو ډزوکې دوه نورې ښځې هم ټپيانې شوې .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: موټرسايکل سپرو  يرغلګرو پرون له غرمې وروسته په دغو څلورو تنو ښځو د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه  ډزې وکړې  .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر له ډزو وروسته تښتيدلي او د هغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
  ده وويل چې دغو ښځو د بګرام په هوايي ډګرکې په يوه خصوصي کمپني کې  کار کاوه .
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته