امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر د مرغومي نهمه : اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول . په د غو وسله والو طالبانو تېره شپه په وانت وايګل ولسوالۍ کې کله چې د ماين په ښخولو بوخت وو، بريد وشو د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي . ده وويل: دغو وسله والو طالبانو غوښتل د وانت وايګل ولسوالۍ په لويه لاره کې ماين ښخ کړي چې پرې بريد وشو . وسله وال طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو او سيموکې د ماينونو او بمونوپه ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي. ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته