امنیت

دطالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان تيره شپه په بادغيس ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شو.
دبادغيس دوالي وياند ظاهر بهاند باخترآژانس ته وويل ؛ يوې ډلې وسله والو طالبانو  دآبکمري ولسوالۍ  دمبارک شاه په کلي کې په يوې پوستې بريد وکړ  چې له امنيتي ځواکونوسره د جګړې په نتيجه کې  دطالبانو يو قوماندان   زين الدين ووژل شو او يوتن بل يې سخت ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته