ټولنه

د غيرقانوني سيمکارتونو د راټولولو د کمپاين پيل

 کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د غير قانوني مخابراتي سيمکارتونو د راټولولو  کمپاين پيل شو.
د دغه کمپاين په لومړي ورځ پرون د مخابراتي شرکتونو  په سلګونو سيمکارتونه  چې په غيرقانوني توګه  اوله ثبت او راجستر پرته   په  بازارونو کې پلورل کيدل راټول کړى شول.
د ننګرهار ولايت د مخابراتو  او د معلوماتي  ټکنالوجۍ ريېس عبدالرزاق ثاقب  باختراژانس ته وويل ؛  چې دغه سيمکارتونه د جلال اباد ښار له بېلابېلو سيمو څخه له ګرځنده پلورونکو څخه راټول کړى شوي دي.
ده خبر دارى  ورکړ ،که چېرې  څوک په ننګرهار ولايت   کې د مخابراتي شرکتونو  د سيمکارتونو  په غير قانوني پلورنې لاس پورې کړي له مجازاتو سره به    مخامخ شي .
دغه کمپاين د امنيتي ځواکونو په همکارۍ پيل شوي دي چې لا هم دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته