امنیت

شپږ پنځوس تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر د تلې اوومه :
  دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېوا په بيلابيلو سيمو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول پنځلس   تنه ټپيان او پنځه تنه نور ونيول شول .
دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دغه عمليات کې چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، قندهار  روزګان ، زابل ، هرات ، بادغيس ، جوزجان ، فارياب ،کندز ، بلخ او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  شپږ پنځوس تنه ډار اچونکي وژل شوي دي .
  دغه راز په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې  دهېواد په شپاړلسو ولايتونوکې ٢٢ پلان شوي چاڼيز عمليات اواته خاص عمليات ترسره شوي دي
دغه راز هوايي ځواکونو دملي اردو دپوځيانو په ملاتړ ١١٦ هوايي الوتنې ترسره کړي دي او ددښمن په ځالو  يې ځپنده ګوزارونه کړي دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته