امنیت

په پروان کې يوتن د موټر دغلا په تور ونيول شو

کابل /د ليندې لومړى /باختر
د پروان د استخباراتود رياست منسوبينو يو تن په دغه ولايت کې له يوغلا کړاى شوي کرولا موټر سره ونيوه.
د پروان د استخباراتو رياست ښاري مدير قاري ميلاد ادريس د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه موټر پخوا د کابل ښار د ١٧ناحيې له مربوطاتو څخه غلاکړى شوى وچې د پروان د استخباراتو رياست د ځواکونود هلوځلو په نتيجه کې د پروان د مرکز د لشمک پله په ساحه کې کشف اوترلاسه شو.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ له سندونواو څيړنې وروسته موټر د هغه اصلي خاوند ته چې د کابل اوسيدونکى دى وسپارل شواو له نيول شوي سړي څخه تحقيقات دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته