امنیت

پنځه پوځیان په جوزجان کې شهیدان شول

کابل / د غويي ۱۸ / باختر
پنځه پوځیان تېره شپه په جوزجان کې شهیدان شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختراژانس ته وویل چې یوې دلې وسله والوطالبانود جوزجان د قوش تپې ولسوالی به جرقدوق سیمه کې د پوځیانو پریوه پوسته یرغل وکړچې د جګړې په پایله کې ۵ پوځيان شهیدان شول.
سرچینې زیاته کړه چې په دې جګړه کې څو طالبان ووژل شول چې دقیق شمېریې معلوم نه دی.
ویل کېږي د کومکي ځواکونوپه رسېدوسره دښمن له سیمې څخه وتښتېدل او د دوی یوه اندازه جنګي وسایل او لېږدونکي وسایط د پوځيانولاس ته وراغلي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته