ټولنه

په قندهار کې له اړو کورنيو سر مرسته وشوه

٢٧- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
په قندهار کې سلګونو اړو کورنيو ته بشردوستانه مرستې وويشل شوې.
دغه کورنۍ د جګړو او د وروستيو سېلاونو په خاطرله خپلوکورونو څخه بيځايه شوي او په قندهار کې شپې سبا کوي او بشري مرستو ته اړتيا لري.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پړاوکې به ٥٣٠ کورنيو ته خوراکي توکي، جامې او د کور وسايل وويشل شول.
د قندهار د لرو پرتو سيمو په زرګونه اوسيدونکي د طالبنو له ويرې تښتيدلي او په قندهار ښار کې ځاى پرځاى شوي دي.
دغه کورنى په ډېر خراب اقتصادي حالت کې د خپلو خپلوانو، خيمو اويا په عمومي ځايونو کې شپې سبا کوي او مرستې ته اړتيا لري.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته