خبرونهورزش

په کابل کې د آشي هاراکاراته ملي سیالۍ پيل شوې

کابل، د لړم ۷ مه، باختر

په دغو سیالیو کې له ۱۳ ولایتونو نږدې ۳۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ملي ټیم کې د غړیتوب لپاره به اووه ورځې دوام وکړي.

د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس نظر محمد مطمین له ولایتونو څخه په پلازمېنه کابل کې د ورزشکارانو په راتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه: تاسې ورزشکاران، چې اکثر زده کوونکي یا محصلان هم یاست، بېرته له تګ وروسته په ولایتونو کې ځوانان ورزش ته تشویق کړئ، ستاسې نننۍ د “الله اکبر ” نعرې له هېواد او خاورې څخه  د دفاع په خاطر ستاسې د عزم او ارادې ښکارندوي کوي، دا هغه نعرې دي، چې زموږ د ملت له حنجرو راووتلې او سترځواکونه یې را وپرزول، له ښه مرغه دا نعرې نن ستاسې له ستونو راووتلې، دا عبادت او توحید پرستۍ ته ستاسې د ارادو نماینده ګي کوي.

د المپيک ملي کمېټې رئیس د آشي هاراکاراته فدراسیون رئیس ته دنده وسپارله، چې د سیالیو له ختمېدو وروسته ورزشکارانو ته د پلازمېنې کابل له تاریخي او فرهنګي ځایونو د لیدنې زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د پکتیا او پکتیکا د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اتحاد په نوم د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو موخه په لرې پرتو ولسوالیو کې ورزش ته وده او پراختیا ورکول ښودل شوي دي.

س.صدیقي

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا