امنیت

شپاړس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
شپاړس وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې په هوایي برید کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې پر دغو طالبانو د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ په آق کپرک سیمه کې د دوی د راټولېدو په ځاى کې هوایي برید وشو او ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د۲۰۹ شاهین قول اردو د فعالیتونو په ساحوکې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه زیات شوي او دښمن ته د سر سخت زیانونه اوښتي دي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته