فرهنګ

د افغان ملي فرهنګ د ورځې د نمانځنې کميسيون غونډه وکړه

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :

د افغان ملي فرهنګ د ورځنې د نمانځنې د کميسيون درېمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين زردشت شمس په مشرۍ جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې يوه ورځ د (افغان ملي فرهنګ) د ورځې په نامه کال په کال ونمانځي او د هېواد په کليزه کې يې شامله کړي.

په همدې مقصد يې د بېلابېلو وزارتونو او د دولتي ادارو او د يونيسف د سازمان  او دګويته انستيتوت داستازو په ګډون يو کميسيون  جوړکړى دى.

په دې غونډه کې   دفرهنګي پروګرامونو  دجوړولو او ځاى دڅرنګوالي په باب  چې  په دغې ورځ ترسره کيږي هم خبرې وشوې .

دغه راز په غونډه کې پريکړه وشوه چې دتلې دمياشتې نهمه ورځ دې دافغان ملي فرهنګ دورځې په توګه ونمانځل شي  او دموسيقۍ  پروګرامونه ، دلاسي صنايعو ، انځورګرۍ ، خطاطۍ ، عکاسۍ ، ملي لوبو  او دافغاني خوړو پروګرامونه  اودمشاعرې  غونډې او دتياتر نمايشات دې اجرا شي .

غونډې پريکړه وکړه چې دغه ورځ دې  دهېواد په ولايتونو او په بهرکې دافغانستان په سياسي نمايندګيو کې هم ونمانځل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته