سیاست

د مشرانو جرګې د مبارکۍ پيغام

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣ مه
د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې د مبارکۍ پيغام
د ملي شورا مشرانوجرګه او د یادې جرګې دارالانشا د نيکمرغه کوچني اختر د بختورو ورځو د را رسیدوله امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئیس، اجرائیه رئیس، د ملې شورا غړو، د سترې محکمې غړو، د کابينې غړو، دملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت ميړنيو منسوبينو، د افغانستان درنو عالمانو او ټول مجاهد او ديندار ملت، د شهيدانو او معلولینو معظمو کورنيو، له هېواد څخه بهر اوسيدونکو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي او د لوی الله (ج) له در بارڅخه غوښتنه کوي چې د ټولومسلمینو طاعات او عبادات دې د روژې په مبارکه مياشت کې قبول او د نيکمرغه کوچني اختر مبارکې ورځې دې په خوشحالۍ سره تیری کړي.
د ملي شورا مشرانوجرګه په داسې حال کې چې د روژې په دې مبارکه مياشت کې دتروريستانو وحشيانه بريدونه غندي ؛ دلوى خداى (ج) له دربار څخه هيله کوي چې دټولو مسلمانانو د طاعاتو اوعباداتو په برکت دې د افغانستان او اسلامي هېوادونو او نړۍ څخه د جګړې او ورانکارۍ ټغر ټول او مسلمه امت ته دې نيکمرغه او سوکاله ژوند ورپه برخه کړی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته