امنیت

داختلاس په اړوند دملي اردو دزرو تنو منسوبينو دوسيې څيړل کيږي

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
دملي دفاع وزارت  مرستيال هلال الدين هلال  وويل چې داختلاس، له دندوو څخه دناوړې استفاده او دنورو جرمونو دوسيو په اړوند تراوسه پورې څه ناڅه سل تنه له دندو ګوښه  اوڅارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
دباختراژآنس دخبرله مخې :  هلال الدين هلال   نن په يوه خبري غونډه کې چې دملي دفاع وزارت  دامنيتي او تدارکاتي حالت په باب دمعلوماتو دورکولو په مقصد دحکومت  درسنيو په مرکز کې  جوړه شوې وه وويل : دملي دفاع وزارت داداري فساد  سره دمبارزې په لاره کې اوداختلاس ، له قانون څخه دسرغړونې  ، له دندو څخه دناوړې استفادې او نورو جرمونو  ددوسيو په اړوند څه دپاسه  زر تنه لوړ رتبه اوټيټ رتبه  کارکوونکي ترڅيړنې لاندې دي چې له دې جملې څخه سل تنه يې له دندو ګوښه  اوڅارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
ده زياته کړه  چې له اداري فساد سره مبازره په  جديت سره دوام لري  خو نه شو کولاى  په يوځل فساد له منځه يوسو لومړى بايد فساد لږ شي اوبيا صفرشي.
په دې خبري غونډه کې  دملي دفاع وزارت  وياند دولت وزيري وويل چې  په نيول شويو کسانوکې سرتيري ،  افسران  ، بريدملان او آن جنرالان هم شامل دي چې له هغو څخه  تحقيقات دوام لري  اونتيجې يې رسنيو ته اعلاميږي.
ددولت وزيري دڅرګندونو له مخې   تيره اوونۍ  په مخالفو ځواکونو ځپنده ګوزارونه شوي دي چې له دې جملې څخه کولاى شو په ننګرهار ولايت کې  د ٢٧ تنو داعشيانو دوژل کيدو يادونه وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته