کابل / باختر/ د وږي ٤مه
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي پرون له مخکنۍ خبرتيا پرته د کابل ښار په لسمه تعليمي حوزه کې د مسعود سعد منځنى ښوونځى وکوت اوپه دغه ښوونځي کې يې د ښوونيزو خدمتونو حالت له نږدې وڅېړه.
د باختراژانس د خبرله مخې، د پوهنې وزارت سرپرست د دغې کتنې په بهير کې د دغه ښوونځي بېلابېلې برخې وڅېړلې او له مدير او ښوونکو سره په خبرو کې يې د ښوونځي د تعليمي حالت په ښه والي ټينګار وکړ.
د پوهنې وزارت سرپرست دغه راز په درسي ټولګي کې له زده کوونکو سره له نږدې خبرې وکړې او دهغوى ستونزې يې واورېدې.
ډاکټر بلخي لوست او تعليم ته د زياتې پاملرنې لپاره د زده کوونکو په هڅونې سربېره ليک لوست د آباد او مترقي افغانستان د جوړولو لپاره يو مهم عامل وباله .
د يادونې وړ ده چې په دې ښوونځي کې د نجونو او هلکانو په ګډون ٢٤٠٠ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې په دريو وختونوکې لوست کوي.
ختم ف_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل