خبرونهفرهنګTOP

په کابل کې د اوزبيکي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل، دتلې ۲۹مه، باختر
د تلې ۲۹مه، چې د اوزبيکي ژبې له ملي ورځې سره برابره ده، نن په پلازمېنه کابل کې د (اوزګريش) مدني او ټولنيز بنسټ له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دغه غونډه کې د یو شمېر حکومتي مسوولینو په ګډون ګڼ شمېر اوزبیک ليکوالو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
د غونډې ګډونوالو د اوزبيکي ژبې د تاریخ، ادبياتو، بډاينې او فرهنګ په اړه خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت د لوژستيک معين مولوي سيد عبدالبصير صابري په دغه غونډه کې د اوزبیکي ژبې د نمانځې له کبله خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، چې د یادې ژبې د بډاينې لپاره بايد لا ډېرې هڅې وشي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده او افغانان باید چاته اجازه ورنکړي، چې د دوی ترمنځ د ژبې په نوم نفاق خپور کړي.
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد بهرام بيرم، چې په دغه غونډه کې يې وينا کوله وويل، چې اوزبيکي ژبه يوه خپلواکه او بډايه ژبه ده او په وینا يې دغه ژبه د ترکي ژبې يوه څانګه نه ده.
نوموړي همدارنګه وويل، چې اوزبيکي يواځې د يو هېواد په جغرافيې پورې اړونده نه ده، بلکه په نړيواله کچه ويوونکي لري.
د (اوزګریش) مدني او ټولنیز بنسټ مشر امین آبریز بیا له اوزبیک فرهنګپالو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د اوزبیکي ژبې د بډاینې او پراختیا لپاره دې په یاده ژبه لیکنې وکړي او د نورو ژبو اثار دې هم دغې ژبې ته را وژباړي.
هېره دې نه وي، چې د تلې ۲۹ مه هر کال په هېواد کې د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا